د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت پلاوي د کندز ولایت د اوبو او انرژي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Feb 25 2026 2:57 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني او د انرژي معینیت د دفتر آمر محترم مولوي بسم الله حیدري او ورسره مل د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم ملا اسدالله حامد د کندز ولایت د اوبو او انرژي پروژو د  چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

همدغه راز، د انرژي معینیت پلاوي او د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز له والي محترم الحاج ملا محمد خان دعوت سره وکتل او په دغه ولایت کې د اوبو او انرژي وزارت د چارو د لا غوره والي په موخه خبرې اترې وکړې او د وزارت او ولایت ترمنځ د لا زیاتې همغږي او همکاري په رامنځته‌کولو باندې ټینګار وشو.

User account menu