د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات بیا رغول کېږي

mew-admin
Sat, Feb 28 2026 2:13 PM
1

۱۱ رمضان ۱۴۴۷ مطابق ۹ حوت ۱۴۰۴ هـ ش

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات د اتیا متره مربع مساحت په درلودلو سره چې  د دغه ریاست په انګر کې موقعیت لري، د دغه ریاست د کارمندانو، د خصوصي شرکتونو او سوداګرو په مالي مرسته بیا رغول کېږي.

د نوموړي ریاست جومات د لمونځ کوونکو د خوندیتوب او د الهي فریضې د ترسره کولو لپاره د غوره ځای د چمتوکولو په موخه له سره جوړیږي.

User account menu