ننګرهار ولایت کې د اوبه خوړ چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لاندنې کابل – جلال آباد سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم سید فضل احد پاچا او ورسره مل تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالي کې د اوبه خوړ چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د دغې پروژې چارې د مسلم هنډز خیریه بنسټ په مالي لګښت د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیلاب اوبه کنټرول او د ځمکې لاندې اوبه پياوړې شي.
