په نږدې راتلونکې کې به د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالي کې د بندونو او کانالونو سروې پیل شي
د فراه رود – فراه سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا برهان الدین مینهوال او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت لاش جوین ولسوالي ته سفر وکړ او د دغې ولسوالي له ولسوال او قومي مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو د بندوکي کانال او بند د ترمیم او بیا رغونې او د بندونو او کانالونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، ښاغلي مینهوال په نوموړې ولسوالي کې بندونه او کانالونه له نږدې وکتل او ژمنه یې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې ولسوالي د بندونو او کانالونو د سروې په موخه تخنیکي ټیم ولېږي.
