پروان ولایت کې د یوه عمومي کانال له حریم څخه لیدنه ترسره شوه
د غوربند – چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل د جبل السراج ولسوال محترم خان محمد حقیار او د نوموړې ولسوالي امنیه قوماندان محترم ملا فیض محمد حقمل د یوه عمومي کانال له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړو مسؤلینو د نوموړي کانال له حریم څخه د ليدنې پر مهال د کانال د حریم د غصب د مخنیوي، ساتنې او د غصب شوو سیمو پر بېرته را ګرځولو باندې ټینګار وکړ.
