فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
1

د فراه ولایت د بکواه ولسوالي په باغران کلي کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال د ۳۳۸.۸ متره اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره د پنځو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د چارو په بشپړېدو سره یې ۱۸۰ کورونه او کابو ۱۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو ګواښونو څخه خوندي شوه.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د فراه رود – فراه سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

User account menu