لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې
د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.
د پاچاجوی کانال ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې شاوخوا ۹۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي او ګڼ شمېر کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي. همدارنګه، هرمل کانال هم ۱۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې کابو ۶۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او ګڼې کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.
د یادونې وړ ده، چې د کانالونو پاکاري به نهیوازې د اوبو د ضایعاتو مخه ونیسي، بلکې د حاصلاتو په زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې به هم اړین رول ولوبوي.
