په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

mew-admin
Thu, May 07 2026 8:50 AM
1

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او د پښتون زرغون له ولسوال سره یې د اوبو د غوره مدیریت په هکله خبرې اترې وکړې.

په ورته مهال، د نوموړي ریاست د غونډو په تالار کې د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې د مسؤلینو په شتون او د هریرود د مسیر د ولسوالیو د استازو په ګډون یوه ناسته ترسره او د سلما بند د خوشې شوو اوبو د عادلانه وېش د څرنګوالي د څېړلو، له سربندونو څخه د څارنې او د اوبو له سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په هکله خبرې اترې وشوې.

User account menu