غزني ولایت کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې دي

mew-admin
Tue, May 12 2026 11:52 AM
1

د غزني ولایت په ناوې ولسوالي کې د چارچینو کاریز کې له اووه کلنې وچکالۍ وروسته اوبه راوتلې، چې شاړې ځمکې به خړوبې شي.

په دغه کاریز کې په داسې حال کې اوبه راوتلې دي، چې د نوموړي کاریز په پورتنۍ برخه کې د آی بالا بند چې په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې د غزني د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د ډي، آر، سې مؤسسې په مالي لګښت جوړ شوی، چې شاوخوا ۱۳۰ زره متره مکعب اوبه زېرمه کوي.

همدارنګه، له نوموړي کاریز برسېره ۲۵ نور کاریزونه هم له نوموړي بند څخه تغذیه کېږي.

User account menu