د اوبو په برخه کې د پکتیا ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره شریکې شوې

mew-admin
Wed, May 13 2026 10:27 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا له ولسوال محترم مولوي نورالله انس او د نوموړې ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د روحاني بابا ولسوال او قومي مشرانو د اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له ښاغلي آخندزاده سره شریکې کړې او د ګاویانې اوبو ذخیروي بند د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي آخندزاده د نوموړې ولسوالي ولسوال او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې به یې د رسېدنې په موخه د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.

User account menu