په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي
۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل
د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د دغو چکډمونو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې، او چارې یې د ۲ میلیونه، ۱۵۷ زره او ۷۲۰ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پرمخ وړل کېږي.
یاد چکډمونه د ۱۹ او ۱۶ مترو په اوږدوالي او د ۶.۹ مترو په لوړوالي جوړېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۱۴ زره متر مکعب اوبه زېرمه شي.
