د مالی او اداري مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال او د نړیوال بانک استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره وشوه.

mew-admin
Thu, Sep 12 2019 12:03 PM
اخبار

د کجکي بند د دوهم فاز د پروسې لا چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د مالی او اداري مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال او د نړیوال بانک استازو ترمنځ ګډه ناسته ترسره وشوه
د اوبو او انرژۍ وزارت د مالی او اداري مرستیال ښاغلی الماس باور زاخیلوال نن ورځ د نړیوال بانک له استازو ښاغلی ریحان حیدر او آغلی افسانه افشار سره په هلمند ولایت کې د کجکي بند د دوهم فاز لپاره د چاپیریال مطالعاتو، ټولنیزو مطالعاتو او د ځمکو استملاک طرزالعملونو لپاره د مشورتي شرکت د استخدام په اړه خبرو اترو وکړې.
د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار محمد داوود قاضی، د مالی رییس، د تدارکاتو رییس او د تدارکاتو یو شمیر کارپوهانو هم په دې ناسته کې ګډون درلود.
ښاغلي زاخیلوال د اوبو او انرژۍ وزارت او د نړیوال بانک ترمنځ د دې پروژې د پروسې لا چټکتیا کې د دوه اړ خیزو همکاریو مؤثره څرګنده کړه او د دواړو لوریو پر لا همغږي یې ټینګار وکړ.
د نړیوال بانک استازو هم ژمنه وکړه چې د کجکي بند د دوهم فاز د پروسې لا چټکتیا لپاره هر اړخيز همکاری به وکړی.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu