د هغو کارمندانو څخه چی د کاست(COST) نهاد سره مرسته کړی وه وستایل شول

mew-admin
Wed, Dec 04 2019 9:28 AM
اخبار

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د یوې ناستی په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د مالی او اداری مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال او د نورو رئیسانو او سلاکارانو په ګډون د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت(COST)، د ډاډ ورکولو دوهم راپور په ټولګټو زېربنایي پروژو کې د اوبو او انرژي وزارت د لومړی مقام ترلاسه کولو څخه قدرداني وکړه او د دغه وزارت د اطلاعاتو څانګې کارمندانو د کارونو څخه ستاینه وکړه.

ښاغلی خُلمی د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت(COST)، د ډاډ ورکولو دوهم راپور په ټولګټو زېربنایي پروژو کې د اوبو او انرژي وزارت د لومړی ځای ترلاسه کول د اطلاعاتو او روڼتیا په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه وبلله او د لا زیاتو معلوماتو په خپرولو یې ټینګار وکړ.
دا په داسي حال کی دی چی د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت، د ډاډ ورکولو دویم راپور په ټولګټو زېربنایي پروژو کې روڼتیا او ځواب ویلو ته په پاملرنی سره د لنیدی د میاشتی په ۵ نيټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز خپور کړ.

د ډاډ ورکولو په دویم راپور کې، د اوبو او انرژي وزارت د ۳۳۰ زیربنایی پروژو په اړه د اطلاعاتو خپرولو سره د ۱۵ تدارکاتي بنسټونو په مینځ کې لومړی مقام ترلاسه کړه.

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu