د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو سره ولیدل

د کندز ولایت مشرانو او په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازي، محمدالدین همدرد د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست، ښاغلی انجنیر خان محمد تکل سره ولیدل.
راغلو مشرانو په کندز ولایت کې د اوبو پراختیایی پروژو پلي کولو ته د خلکو پر اړتیاوو خبرې اتری وکړې.
ښاغلي همدرد د دې ولایت د خلکو په استازیتوب د وزارت له مشرتابه وغوښتل چې د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د سربند پروژې پلي کیدو ته پاملرنه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل دوی ته په کندز ولایت کې د اوبو او انرژۍ سکټور د پراختیایی پروژو په پلي کولو کې د دغه وزارت د مرستې او پاملرنې ډاډ ورکړ.