د باران د اوبو د راټولولو لومړنۍ پروژه پرانستل شوه

mew-admin
Mon, Apr 20 2020 12:13 PM
123

 

د ځمکې لاندې د اوبو د خوندي کولو په موخه د بامونو څخه د باران د اوبو د راټولولو لومړنۍ پروژه د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې د رئيس انجنير خان محمد تکل له لوري په داسې حال کې چې د دې ادارې تخنيکي مرستیال او ځينې رئیسانو هم ګډون درلود پرانیستل شو.

په دغه پروژه کې لس د اوبو ذخیره کوونکې څاه ګانې د شپږ تر اتو مترو په ژور والي سره د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې په محوطه او اوه نورې د دريايي حوزې ریاست په محوطه کې د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له لوري د FAO دفتر په ملاتړ کیندل کېږي.

دغه پروژه د ۱۷۵۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د عقاب کابل بلخ کمپنئ سره تړون شوی، چې چارې يې په درې میاشتو کې بشپړېږي.

د یادولو وړ دی چې د اقتصادي عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې د بامونو څخه د باران د اوبو د راټولولو سیستم پلی کړي، تر څو د باران د اوبو د ضایع کولو څخه مخنيوي وشي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu