په ۱۵ ولايتونو کې د اوبو سرچینو مديريت او پراختياي پلان د تنظيم په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه

mew-admin
Thu, Jun 18 2020 8:06 AM
123

د ولسمشرۍ عالي مقام او د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې په لارښونه، د يادې ادارې د تخنیکي مرستيال، ښاغلي انجنیر احمد ويس بصیري، اړونده رئيسانو او انجینرانو په شتون کې د جوزا میاشتې په ۲۸ د چهارشنبې په ورځ د اوبو سرچینو مدیريت او پراختياي پلان د تنظيم په موخه د پايتخت نږدې ولایتونو د همغږۍ جلسه تر سره شوه.

په ټوله کې په دغه جلسه کې په کابل، پروان، پنجشیر، کاپيسا، غزني، زابل، لوګر، وردګ، خوست، کونړ، پکتيا، پکتيکا، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو او سطحي اوبو وضعیت وه څېړل شوو.

همدارنګه د ټولو بشپړ شوو، کار لاندې او په پلان کې پروژو کانالونو، سربندونو، کاريزونو، چینو، د سیند غاړو تحکیمات، کوچنیو او متوسطو بندونو د بيارغونې بشپړ شوی لیست وړاندې شو او ټول معلومات یې په يو فارمټ کې ترتیب او تنظيم شول چې په راتلوونکې اونۍ کې به د نورو اجراتو لپاره د اوبو او ښاري پراختیا عالي شورا ته د بودیجې او عملي پروسې د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu