د FAO سازمان، د اوبو لګونې پراختيا او بيارغونې پروژو په برخه کې د ارشد تخنيکي سلاکار له خدمتونو څخه ستاینه وشوه

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، انجینر خان محمد تکل، د ملګرو ملتونو، د کرنې او خوړو سازمان(FAO) ارشد تخنیکي سلاکار، ښاغلي مومیر ورنس کړنې چې د اوبو لګونې پراختيا او بيارغونې پروژو په پلي کولو کې یې کړې وې ستاينه وکړه او ستاينلیک ورکول شوو.
دغه ستاينلیک د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستيال، انجینر احمد ويس بصیري لخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو برخې استازی ښاغلي راجندرا اريال او د يادې ادارې يو شمېر رئيسانو او انجينرانو شتون درلود ورکړه او د ښاغلي مومير له کړنو یې قدرداني وکړه.
ښاغلی مومیر د 5 کلونو راهیسې د اوبو لګونې پراختیا او بيارغونې پروژه(IRDP) کې د FAO سازمان ارشد تخنیکي سلاکار او په ځانګړي ډول په هېواد کې د اوبو سرچینو د مطالعاتو، د بندونو ساتنې او د انجينرانو د ظرفيت لوړونې په برخو کې یې خپل مسؤليت په بريالیتوب سره سرته رسولی.