تر کار لاندې د اوبو د بندونو د امنیتي ستونزو د حل په موخه ګډه ناسته

mew-admin
Tue, Jul 07 2020 12:53 PM
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل او د عامه ساتنې تصدۍ عمومي رئیس جنرال خوشحال سعادت تر منځ د اوبو د بندونو د پروژو د امنیتي مسائیلو په تړاو ګډه غونډه تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د کار لاندې د لویو بندونو د امنیتي وضعیت په جلا جلا توګه وه څېړل شو او د ځینو پروژې ستونزې په ګوته شوې.

د همغږۍ نشتوالی، د تجهیزاتو کمښت او په ځینو پروژو کې د امنیتي پرسونل کمښت د دې بحث اړین موضوعات ول.

د عامه ساتنې ادارې عمومي رئیس د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ سره ژمنه وکړه چې د کار لاندې پروژو

امنیتې وضعیت ته به پاملرنه کيږي.

User account menu