اړېن وضاحت

mew-admin
Tue, Jul 21 2020 8:33 AM

په دي وروستیو کې یو شمیر کړیو له لورې په رسینو کې پر حکومت نېوکه کیږي چي ګواکې د ایران سره یې د هلمند اوبو پر سر کومه پټه او ناوړه معامله کړې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په دي اړه خپل دریځ داسي اعلانوي:

افغانستان له ایراني لوري سره د هلمند اوبو پر سر په کال ۱۹۷۳ د صدراعظم شهید محمد موسی شفیق په مشری تړون رامنځته کړ چي نوموړی قرارداد د وخت پارلمان له لوري تصویب او د نړېوالو حقوقي قواعدو پر اساس نړېوال تړون بلل کیږي. دمګړۍ، د هلمند اوبو تړون مرعی الاجرا دی او افغانستان د نړېوالو نورمونو او اصولو له مخې د تړون عملي کولو ته ژمن دی.

له بل اړخه افغان حکومت له بل هر وخت اوس ډیر، د خپلو طبیعي منابعو، په ځانګړې توګه د اوبو منابعو مدیریت ته ژمن دی او هڅه کوي چي دا توکۍ د هېواد دوامداره پراختیا او سوکالۍ په موخه ورڅخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د اوبو چارو تنظیم ملي اداره خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چي حکومت، په ځانګړې توګه دا اداره به د هېواد لویې ګټې، ملي مصالح، نافذه قوانین، د خپلو خلکو سوکالي او اقتصادي ټیکاو ته لومړېتوب ورکول د خپلو اجراآتو او کړنو سرلارۍ ګرځوي او هیڅکله به د خپلو اوبو (بی بدیله ماده) پر سر په هیڅ صورت او له هیڅ لوري سره معامله ونه کړي اونه به هم چاته د معامله کولو اجازه ورکړی.

د افغانستان دښمنان تل هڅه کوي چي د افغانستان د اسلامي جمهوریت او نظام کمزوري کولو لپاره هر ډول وسیله وکاروي. د حکومت پرضد بیځایه تبلیغات او پروپاګندا د دوی د شومو اهدافو یوه وسیله چي وکولای شي له دي لارې پر نظام د خلکو بي باروۍ ته لمن ووهي او د کمزوري کولو له لارې یې خپلو ناروا موخو ته ورسیږي.

مونږ باوري یو چي افغان ولس به هیڅکله د دښمن په تبلیغاتو نه تیروځي او همېش به د خپل نظام ټینګښت او پایښت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu