داوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ادارو له چتونو څخه د باران اوبو راټولو په موخه د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه

mew-admin
Mon, Jul 27 2020 3:57 PM
123

د دغه برنامه د اوبو د چارو د تنطیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجینر احمد ویس بصیري، د دې ادارې یو شمېر رئیسانو، د پوهنتون استادانو او د نور دولتي ادارو استازو په شتون کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د ځمکې د اوبو د سرچینو پیاوړي کولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د ادارو له چتونو څخه د باران د اوبو د راټولو په موخه د عامه پوهاوي برنامه تر سره شوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال په دغه برنامه کې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د ښکته تلو څخه يادونه وکړه او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د دغه طرحې پلي کول اړین ياد کړل.

ښاغلي بصيري وویل:" د دغه ادارې د تر سره شوې سروې مطابق که په ټولو دولتي او شخصي ادارو کې دغه طرحه عملي شي نو په کال کې به 40 میلیونه متر مکعب اوبه دوباره په ځمکه کې جذب شي؛ همدې لپاره هغه له ټولو ادارو وغوښتل چې د دغه طرحې په پلي کولو کې مرسته وکړي او د کابل ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

د دغه طرحې لومړۍ پروژه د FAO بنسټ په مرسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د سندیزې عمومي حوزې ریاست په انګړ کې د نمونې په ډول پلي شوه.

د دغه پروژې پلي کولو سره د 8 څخه تر 10 مترو په اندازه 10 څاګانې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په انګړ او 6 څاګانې 15 مترو په اندازه د سنديزې عمومي حوزې په ریاست کې وویستل شوې.

دغه جذبي څاګانې په یو ځانګړي مېکانېزم ډیزاین شوي او د اداری د ټولو بامونو اوبه هلته ټوليږي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu