د سمنګانو ولایت د خلکو استازي سره لیدنه

mew-admin
Sun, Aug 16 2020 6:32 PM
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د سمنګانو ولایت د خلکو استازي الحاج مخدوم ابدال الله محمدي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې په سمنګانو ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پراختياي پروژو په ځانګړي ډول د کوچنیو بندونو په رغولو خبرې وکړې.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د اوبو د سمنګانو ولايت د اوبو مديريت په برخه کې د یاد ولایت استازي ته ډاډ ورکړ او يادونه یې وکړه چې ډير ژر به سیمې ته يو تخنیکي ټيم د کوچنیو کنټرولي بندونو د سروې لپاره واستوي.

User account menu