د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستيال د پاشدان بند د کار له جریان لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Sep 12 2020 5:06 PM
70

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال، ديپلوم انجینر احمد ويس"بصیري" او ټيم یې، په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازي الحاج قاضي نذیر احمد"حنفي" د ولایتي شورا استازی حاجي غلام حبیب"هاشمي" د هریرود_مرغاب سندیزې عمومي حوزې عمومي رئیس انجینر سید محمد عمر"اسحق" د هریرود_مرغاب لاندینۍ سندیزې فرعي حوزې رئيس انجینر سید حسین فضلی، د هریرود_مرغاب سندیزې عمومي حوزې کارمندان او د انجیل او کروخ ولسوالیو ولسوالانو د پاشدان د اوبو لګولو او بريښنا تولید پروژې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د پاشدان پروژې د لیدنې پر مهال د تخنیکي برخې مسؤلینو او قراردادي شرکت ته تخنیکي لارښوونې وکړې او د پروژې د کار په چټکتیا یې ټينګار وکړ.

ښاغلي بصیري په دغه سفر کې د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ د ولسونو له مشرانو سره وکتل او د هغوئ ستونزو ته د رسېدو په موخه یې اړونده ارګانونو ته لازم هدایات ورکړل.

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د ولس استازو چې د پروژو د کار له جریان څخه د لیدنې پر وخت یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال ملتیا کوله ژمنه وکړه چې د پاشدان بند د پروژې د امنیت او نورو مسائيلو په برخه کې به د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره همکاري کوي.

اوسمهال د پاشدان پروژې چارې په جدیت او سرعت سره روانې دي چې د 1500 څخه زیات کسان په دوه شفټونو کې کار کوي چې د مسؤلینو د راپور له مخې به په راتلونکو 45 ورځو کې به د بند د بدنې چارې پای ته ورسیږي.

User account menu