کندهار ولایت ته د C_PMO مسؤلینو سفر

mew-admin
Tue, Sep 22 2020 9:15 AM
75

د دهلی د بند پروژې د ځمکو استملاک ستونزو د حل او نوی دفتر پرانیستلو په موخه کندهار ولایت ته د C_PMO مسؤلینو سفر

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د برنامو مدیریت د مرکزي دفتر(C_PMO) رئيس انجینر سید مقیم سادات له يو شمېر مسؤلینو سره کندهار ولایت ته د زون(PIU)سیمه ایز دفتر پرانيستلو، د پروژو د ستونزو حلولو او په ځانګړي ډول د دهلی د بند د پروژې د استملاک ستونزو د حل په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې هيئت د زون سیمه ا یز دفتر د ارغداب فرعي حوزې په تعمیر کې افتتاح کړ او په دغه ولایت کې یې د ولایت مقام، د ارغنداب فرعي حوزې ریاست مسؤلینو، د کلیود بیا رغونی او پراختیا وزارت د کندهار زون سیمه ا یز دفتر کارمندانو او د دغه ولایت د ولس مشرانو سره جلسې او ناستې وکړې.

په ټولو ناستو کې د دهلی بند پروژې د استملاک په ستونزو خبرې وشوې چې مسؤلینو، مشرانو او د کندهار ولایت د ولس استازو په دغه برخه کې د مرستې ژمنه وکړه تر څو د دهله بند د استملاک موضوع ژر تر ژره حل او فصل شي او په سیمه کې د پروژې د چارو پيل لپاره زمینه برابره شي.

 

User account menu