د زابل ولایت والي او د ولس استازو سره د دغه ولایت د پراختیايي پروژو په اړه لیدنه.

MEW-Media
Wed, Jan 20 2021 9:11 AM
hh

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت والي جنرال احمد ګل رسولي؛ په ولسي جرګه کې د زابل ولایت د خلکو استازو، عبدالقادر قلات وال او زهرا توخي او د دغه ولایت یو شمېر سکټوري رئيسانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې په زابل ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پراختیاي پروژو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د هغو ولایتونو چې په پراختیاي برخه کې ورته کمه پاملرنه شوې یادونه وکړه او وې ویل:" تر اوسه پورې د پنځه چکډم او د زابل ولایت د توري بند قراردادونه لاسلیک شوي چې یادې پروژې تر کار لاندې دي. همدارنګه د څلور متوسطو بندونو او ۱۶ د چکډم او کانالونو بیارغونې پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په پلان کې دي چې په راتلوونکي کال کې به یې چارې پيل شي.

ښاغلي تکل زابل ولایت والي او د خلکو استازو ته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ او له هغوئ څخه یې وغوښتل چې د ټولنیزو او امنیتي مسائيلو په برخه کې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

په عین حال کې د زابل والي او د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام له هڅو او جدیت قدرداني وکړه او په زابل ولایت کې یې د پراختیاي پروژو پلي کولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه

User account menu