د افغانستان د هایدرولوژي ملي ګمېټه د بیا ځل لپاره فعاله او لومړۍ ناسته یې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره کړه.

MEW-Media
Wed, Apr 07 2021 8:56 AM
524

د افغانستان د هایدرولوژي ملي کمېټې لومړۍ جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې د دغې ادارې اوبو سرچینو رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي او یو شمېر رئيسانو، د کابل او پولي تخنیک پوهنتون استادانو په شتون کې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د هایدرولوژي ملي کمېټې په اساسنامې، موخو، تشکیلاتو او عملي پلان په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په اوسمهال کې د افغانستان د هایدرولوژي کمېټې بیا فعالېدل د اوبو مدیریت او تنظیم په برخه کې مهم او ګټور یاد کړل.

ښاغلي تکل د کمېټو غړو څخه وغوښتل تر څو د کمېټې د غوره فعالیتونو په موخه د عمل مشخص پلان جوړ او په راتلوونکي غونډه کې یې د يو پرزنټېشن له لارې وړاندې کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu