د آسيا پراختيايي بانک ADB له مسؤلينو سره د کار لاندې پروژو د وضعيت څرنګوالي، د اوبو مديريت پروژو د تطبيق او راتلونکي پلان په اړه جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Thu, Jun 03 2021 9:09 AM
838
د آسيا پراختيايي بانک ADB له مسؤلينو سره د کار لاندې پروژو د وضعيت څرنګوالي، د اوبو مديريت پروژو د تطبيق او راتلونکي پلان په اړه جلسه ترسره شوه. د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنير خان محمد تکل په انلاين جلسه کې په داسې حال کې چې د پروګرامونو د مرکزي دفتر رئیس ښاغلي انجنير سيد مقيم سادات او د دې دفتر معاون زبير غزنوي اود اوبو رسونې او لګوونې رياست رئيس ښاغلي انجنير وفي الله سيدي هم ګډون درلود د آسيا پرمختيايي بانک له مسؤلينو سره په هيواد کې د اوبو مديريت پراختيايي پروژو تطبيق او په راتلونکي ۱۰ کلونو کې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې سره د همکارۍ په پلان په هر اړخيز ډول بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په دې جلسه کې د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې تر کار لاندې پروژو د پرمختګ د وضعيت په اړه چې د آسيا پراختيايي بانک په مالي مرسته د‌هيواد په مختلفو برخو تطبيق کيږي هم بحث وشو، همدا شان د پروژو د تطبيق په لاره کې په شته ستونزو هم بحث وشو. ښاغلي انجنير خان محمد تکل د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لوی رئیس په دې جلسه کې د اوبو مديريت پراختيايي پروژو په برخه کې د آسيا پراختيايي بانک له همکارۍ مننه وکړه او ددې همکاريو په دوام او زياتوالي يې ټينګار وکړ. د CPMO رئيس ښاغلي سادات په دې جلسه کې د کار لاندې پروژو د پرمختګ په اړه لازم معلومات وړاندې کړل، او همدا شان يې د شته ستونزو د حل‌ لارو په اړه هم معلومات وړاندې کړه. د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

User account menu