د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسي، څارنې او ارزونې عمومي ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور د دې ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې شو.

MEW-Media
Wed, Jul 07 2021 10:53 AM
5845

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسي، څارنې او ارزونې عمومي ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور د دې ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې شو. د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په یوې رسمې ناسته کې چې د دغې ادارې مرکزي رئیسانو، مشاورینو او نورو مسؤلینو ګډون درلود د پنج آمو سیند په تالار کې د یو پرزنټېشن له لارې د دغې ادارې د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست د ۱۴۰۰ کال د دوهمې ربعې ربعوار راپور ارزونه وکړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسي، څارنې او ارزونې عمومي ریاست رئيس انجنیر محمد شریف علیزي لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د دغه ریاست د دوهمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپور وړاندې شو. د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو تنظیم ریاست راپور د کتنې پر وخت د پلان، پالیسي، څارنې، ارزونې او د پروژو انسجام په برخه کې د یاد ریاست د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او د هغې ریاست د چارو د لا غوراوي په خاطر یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې. د یادونې وړ ده چې د دې ادارې ټول عمومي ریاستونه به په نوبت سره د ١٤٠٠ مالي کال د دوهمې ربعې راپورونه د خپلو پلانونو مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ حضور ته وړاندې کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu