د کابل ولایت په کلکان او قره باغ ولسوالیو کې د سیند غاړو د تحکیماتو درې پروژې او د کانال بیا رغولو یوه پروژه تطبیق کیږي.

MEW-Media
Wed, Jul 14 2021 4:40 PM
999

د کابل ولایت په کلکان او قره باغ ولسوالیو کې د سیند غاړو د تحکیماتو درې پروژې او د کانال بیا رغولو یوه پروژه تطبیق کیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کابل ولایت د کلکان او قره باغ ولسوالیو قومي مشرانو سره وکتل، او د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو تطبیق په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کلکان او قره باغ ولسوالیو قومي مشرانو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام د کړنو قدردانۍ ترڅنګ، د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په تطبیق کې خپلې ستونزې او ضرورتونه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له لوی رئیس سره شریکې کړې.

ښاغلي تکل د ذکر شویو ولسوالیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې وخت کې به د دې ادارې تخنیکي ټیم یادو ولسوالیو ته ولیږل شي، ترڅو د خلکو د ضرورت وړ پروژې لکه چکډیم، د سواحلو تحکیمات او د اوبو لګولو کانالونه سروې کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu