د کجکي او دهلې بندونو د استملاک، د عمل پلان او مشورتي کمپنۍ د استخدام په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ښار جوړونې وزارت ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
Wed, Jul 14 2021 8:37 AM
686

د کجکي او دهلې بندونو د استملاک، د عمل پلان او مشورتي کمپنۍ د استخدام په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او ښار جوړونې وزارت ترمنځ د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

دا جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل، محمد بابر امیني د ښار جوړونې وزارت د ځمکو چارو معین، د اوبو تنظیم رئیس انجنیر نعیم الله سالارزي، د اوبو د پروژه د کنټرول او کیفیت رئیس انجنیر شفیق وکیل او د پروګرامونو مدیریت مرکزی دفتر رئیس انجنیر سید مقیم سادات او د دواړو لوریو یو شمیر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې د ډهلې بند استملاک عمل ګډ پلان، د تفصیلي ډیزاین په موخه د مشورتي کمپنۍ ګمارنې او د کجکي بند د استملاک په اړه بحث او دنظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې لوی په دې جلسه کې یادونه وکړه چې د عمل پلان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له لوري نهايي شوی دی، او ټینګار یې وکړ چې د مشورتي کمپنۍ د ګمارنې په موخه باید عاجل د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې، ښار جوړونې وزارت او د اسیا پراختیايی بانک ترمنځ جلسه ترسره شي.

په اخیر کې دواړه لورو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د لویو بندونو د استملاک دمسایلو د حل په موخه او د همکاریو د ژر ترسره کولو په اړه ټینګار وکړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادراه

User account menu