د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د چارو د تنظیم عمومی ریاست اود ملگرو ملتونو د خوړو او کرهڼی نړیوال سازمان (FAO) ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

MEW-Media
Sun, Jul 18 2021 8:57 AM
5874

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د چارو د تنظیم عمومی ریاست اود ملگرو ملتونو د خوړو او کرهڼی نړیوال سازمان (FAO) ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبود چارو د تنظیم لوی رئیس ښاغلي انجنیرنعیم الله سالارزی د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼی د دفترله یو شمیرمسؤلینو سره د موجوده آبیاری پروژو چی د FAO د دفتر له لاری تطبیق کیږی بحث او نظرونو تبادله کړل.

په دې جلسه کې د FAO د دفتر مسؤلینو د کارلاندی پروژو د پیشرفت او راتلونکی پلانونو په هکله مفصل راپور وړاندی کړ او ددی پروژو په تطبیق کی یی د اوبو چارو د تنظیم ملی اداری له همکارۍ مننه او قدردانۍ وکړ. 

ورپسی ښاغلی سالارزي د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په تطبیق او د اوبو چارو د تنظیم ملی اداری سره د FAO د دفتر له تخنیکی او هر اړخیزی همکارۍ څخه مننه او قدردانۍ وکړ او د FAO د دفتر لخوا د وعده شویو تخنیکی وسایلو او د دفترونو د تجهیز په برخه کی د ضرورت وړ توکو د خریداری په چټک جریان یی تاکید او ټینګار وکړ. همداشان ښاغلی سالارزی د اوبو چارو د تنظیم ملی اداری په پلانونو او د FAO دفتر سره په شریکه د راتلونکو فعالیتونو په هکله خبری وکړی اوپدی برخه کی یی د خپلی اداری لخوا د پوره همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چی د FAO د دفترلخوا د جایکا په مالی مرسته د اوبو چارو د تنظیم ملی اداری سره په همغږی په کابل، کاپیسا او بامیان ولایتونو کی د اوبو لګونی یو شمیر کانالونه رغول کیږی چی له جملی څخه یی ۲۶ پروژی بشپړی او ګټی اخیستنی ته سپارل شویدی او ۴ نور به یی په نږدی راتلونکی کی تکمیل او ګټی اخیستني ته وسپارل شی. ددغه پروژو په تکمیل سره په ټولیز ډول ۱۰۴۲۹ هکتاره کرنیزه ځمکه تر خړوبوني لاندی راځی چی ۴۷۹۹۱ کورنۍ به له هغی ګټه پوره کړی. او همدارنګه د نوموړی اداری لخوا د اوبو چارو د تنظیم ملی اداری انجنیرانواو دهاقینو د ظرفیت جوړوني په برخه زیات شمیر د زده کړو پروګرامونه او ورکشاپونه په لاره اچول شویدی.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu