د فورټسکیو کمپنۍ سره د کونړ سیند او بدخشان ولایت کې د لویو بندونو جوړولو په اړه ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
Sun, Aug 01 2021 8:42 AM
44

د فورټسکیو کمپنۍ سره د کونړ سیند او بدخشان ولایت کې د لویو بندونو جوړولو په اړه ناسته تر سره شوه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اسټراليايي کمپنۍ"فورټسکیو" سره په کونړ سیند د(د شال، ساګي، ګمبیري او کامه) بندونه چې د ۱۱۸۴ مېګاواټه برښنا تولیدوي او د بدخشان ولایت د دشت جوم چې ۴۰۰۰ مېګاواټه برښنا تولیدوي او ۱۰ میلیارده متر مکعب اوبه ذخیره کوي هر اړخیز بحث وکړ.

دا جلسه په انلاین بڼه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د دې ادارې د رهبرۍ مقام مشاور انجنیر نجیب شیرزاد او د فورتکسیو شرکت استازي په ګډون ترسره شوه.

په دې جلسه کې د لویو بندونو پراختیايي پروژو د روغونې په اړه، چې د فورتکسیو شرکت په همکارۍ په افغانستان کې به تطبیق شي، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدا شان د فورتسکیو شرکت استازي د لویو بندونو رغونې پروژو په برخه کې معلومات وړاندی کړل چې د بندونو تخنیکي مطالعات د هغوئ لخوا بشپړ شوي دي، او په اوس وخت د پروژو په اقتصادي مطالعاتو په ډیر ښه ډول کار جریان لري.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو په برخه کې د فورتسکیو شرکت له همکارۍ مننه او قدرداني وکړ، او د دواړو ادارو ترمنځ په همکارۍ او دهغې په ګړندی

د اوبو چارو دتنظیم ملي اداره

User account menu