د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپل ولایتي  سفرونو په ترڅ کې د کندهار له والي سره وکتل

MEW-Media
Sun, Nov 14 2021 11:34 AM
8/4/1443

 

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف"منصور" ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې تیر ماښام د کندهار له والي محترم حاجی یوسف "وفا" سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنه چې په خورا صمیمانه فضا کې تر سره شوه،تر هر څه لومړی د ا.ا.ا دغو لوړ رتبه چارواکو له افغانستان څخه د امریکایی اشغال د ټغر د ټولیدو  او د هیواد د بشپړې آزادي د بېرته اخیستلو او د اسلامي نظام د قیام او حاکمیت په مناسبت یو بل ته د مبارکي تاوده مراتب وړاندې کړل.

تر هغه وروسته یې د کندهار د سیندیزې حوزې د بندونو، پروژو او کارونو اړونده مسایلو باندې ګټورې خبرې وکړې او په دې لاره کې د شته ستونزو د حل او فصل په هکله یې له یو بل سره خپلې مشورې شریکې کړې.

په دغه لیدنه کې،پر دې برسیره یې د هیواد په تېره بیا د کندهار د سیندیزې فرعي حوزې د ریاست اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول او دواړو خواو د هیواد د سترو ملي ګټو د تامین او د هیواد او هیوادوالو د پرمختګ او سوکالي په لاره کې یې د خپلو هڅو او کوششونو په لا زیاتولو ژمنه وکړه.

غونډه په خورا دوستانه او صمیمانه فضا کې پای ته ورسیده.

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu