د شاه و عروس بند پاتې چارې ډیر ژر پیلیږي

MEW-Media
Mon, Nov 15 2021 10:58 AM
۲۴/۸/۱۴۰۰

 

ښاغلی انجنیر مجبیب الرحمن "عمر" د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د دې وزارت د پروژو د ارزونې کمېیسون په راس کې،  چې د مرکزي بانک رئیس، د ماليې وزارت استازي، د اقتصاد وزارت  او یو شمیر تخنیکې چارواکو، شکر درې ولسوالي ته سفر کړی او د شاه و عروس بند پروژې وضعیت یې له نږدې څخه تر بررسي لاندي ونیو.

یاد کمېسیون د شاه و عروس بند د لیدنې په وخت کې د دې پروژې وضعیت په یوه غونډه کې تر مطالعي او بررسي لاندې ونیو او دهغې د ستونزو په ځانکړې ډول د انوایسونو د ورکړې او د توربینونو د پېرولو باندې تبادل نظر و کړل.

د دې وزارت د اوبو معین د شاه و عروس بند د ارزونې په وخت کې د دې پروژې د اهمیت څخه یادونه وکړه او د اړوندو ادارو څخه یې د پروژې د اقتصادي ستونزو  د هوارولو غوښتونکی شو.

ښاغلي عمر ټینګار و کړ، چې د شاه و عروس پروژه د اوبو او انرژي وزارت د چارو په لومړیتوب کې دی، له همدې کبله د اوبو او انرژي وزارت رهبري کوښښ کوي چې د ټولو ادارو په همکاري سره د دې پروژې پاتې چارې ډير ژر پيل کړي.

د یادولو وړه ده، چې د شاه و عروس بند د 1.2 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او په بشپړیدو سره به یې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او همدارنګه د دې پروژې په پلي کیدو سره د کابل د اوسیدونکو لپاره ، ۵ میلیونه متر مکعبه د څښاک اوبه برابر کړي.

 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu