لغمان ولایت کې د بیلي کانال د استنادي دیوال او سربند پروژې عملي چاري پیل شوې

hafiz_admin
Wed, Jan 19 2022 10:41 AM
3

د لغمان مرکز اړوند د بیلي کانال  پروژې د استنادي دیوال او سربند چارې د لمغان سیندیزي فرعي حوزې رئيس او دیادي حوزې یو شمېر چارواکو ، د خوړو نړیوال سازمان او د MAC  موسيسې چارواکو په شتون کې نن رسما پيل شوې.

د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي شیرجان راشیدي څرګنده کړه چې د دې پروژې په پرانیستلو سره به 369 فني او غیر فني کارکوونکو ته  د کار زمینه چمتو کېږي.

د لغمان سیندیزې  فرعي حوزې رئیس وویل، دې پروژې کې ۳۱۵ متره سربند او محافظتي دیوال، ۷۵ متره بولدر وال او ۵/۵ کیلو متره د کانال پاک کاري شامله ده.

په دغه غونډه کې ښاغلي راشیدي د پروژې پر کیفیت، سرعت او ړوڼتیا باندې ټینګار وکړ.

د یادولو وړه ده چې، دا پروژه د لغمان سیندیزې حوزې په همکاري او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي لګښت د  (MCA) موسیسې په مرسته د شپږو میاشتو په موده کې بشپړیږي.

User account menu