اوبو او انرژي وزارت کې د پراختیایي پروژو د لویو قراردادونو د څېړلو کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
Sat, Jan 22 2022 10:46 AM
7

اوبو او انرژي وزارت کې د پراختیایي پروژو د لویو قراردادونو د څېړلو کمېټې لومړۍ  ناسته ترسره شوه

د دې کمېټې په لومړي ناسته کې چې نن د اوبو او انرژي وزارت کې ترسره شوه، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شوری اوولسمې ګڼې پرېکړې د مصوبې څلورم بند ولوستل او د کمېټې څخه یې و غوښتل چې ترټولو د مخه خپل کړنلاره چمتو کړي او دهغې وروسته د مشخصي کړنلارې او میکانیسم سره سم د هغه لویو پروژو د قراردادونو په هکله چې تر دې مخکې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوې دي، کار و کړې.

ښاغلي منصور د کمېټې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې کمېټه موظفه ده، څو د ټولو لویو پروژو  د قراردادونو د کره کتنې  او څېړلو وروسته، خپل وروستی راپور د ریاست لوزرا مقام ته وړاندې کړې.

دا کمېټه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د مصوبې پر اساس د ټولو لویو پراختیايي پروژو د قراردادونو د څېړلو ، بیاکتنې ، روڼتیا  او د هغوی د ارزونې په موخه رامنځته شوي چې د هغې په راس کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور قرار لري او د یادې کمېټې غړي د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي مسؤلین، د تدارکاتو ملي اداره، د کلیو او پراختیا وزارت، د ټولګتو وزارت، د اقتصاد وزارت او نورې اړوندې ادارې تشکیلوي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu