د مدیریتي معلوماتو (MIS) سیستم د رامنځته کېدو د پرمختګ را پور وړاندې شو

hafiz_admin
Sun, Jan 23 2022 2:29 PM
9

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام په حضور کې د مدیریتي معلوماتو (MIS) سیستم د رامنځته کېدو د پرمختګ را پور وړاندې شو.

د اوبو او انرژي وزارت  سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یاد وزارت د مدیریتي معلوماتو سیستم د پرمختګ د وضعیت د څېړلو پر وخت د یاد سیستم رامنځته کیدنه یې د وزارت د اسنادو د ساتنې، روڼتیا او همغږۍ په برخه کې یو مثبت ګام و بلل.

د غه سیستم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د مختصصینو لخوا د ډیجیټل سازي، د ټولو اداري سندونو د ډیتابیس جوړونې، روڼتیا، سندونو  ته آسانه لاسرسی ، ساتنې، توحید او د وزارت د مکتوبونو د انسجام په موخه رامنځته شوی او په نږدي راتلونکي کې به د هغه په بشپړېدو سره  د وزارت ټول سندونه پکښي ترتیب او تنظیم شي.

د یادولو وړ ده چې، د غه سیستم تر بشپړېدو روسته د اداري سندونو د مرکزي ډیټابیس حیثیت در لودونکی به وي او د آسانتیا او روڼتیا په رامنځته کیدو کې به د ډېرو ګټو در لودونکی وي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu