د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي دوهمه ناسته ترسره شوه

hafiz_admin
Sun, Jan 23 2022 9:47 AM
10

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" ، د یاد وزارت د معینانو او عمومي رئیسانو په ګډون سره ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د وزارت د عمومي تشکیل د جوړښت پر وروستي کېدو، د قوانینو د ځینو برخو د تعدیل، د مقررو او طرزالعملونو پر موضوعګانو او همدارنګه د غیر الکولي مشروباتو شرکتونو لخوا د ځمکې لاندې اوبو څخه د ناقانونه ګټه اخیستنې لپاره د طرحې پر چمتو کولو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي "منصور" د وزارت د تشکیل د جوړښت د وروستي کیدو په هکله لازم هدایات ورکړل او د وزارت د قوانینو او مقررو پر موضوع باندې هم ټینګار وکړ ترڅو د عدلیې وزارت سره په همغږي وروستی او د چارو ادارې ته ولېږل شي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې د مخنیوي په موخه د اوبو چارو عمومي ریاست، پلان جوړونې او تګلارو ریاست، د اوبو سرچینو ریاست او د حقوقي مشاوریت څخه یوه ګډه کمېټه يې موظفه کړه، ترڅو د دې موخې لپاره یوه جامع او مشخصه طرحه جوړه کړې تر څو دهغې د اجرا د تائیدولو لپاره ریاست الوزرا ته وړاندېز شي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu