له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناسبت د افغانستان د ا.ا.ا د اوبو او انرژ ي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور پیغام

mew-admin
Tue, Feb 15 2022 8:40 AM
1

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو او د هغوی د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناسبت د افغانستان د ابو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور حفظه الله پیغام

الحمدلله رب الشهداء و المجاهدین و الصلوة و السلام علی رسول الملاحِمِ  و امام المرسلین و علی آله و اصحابه الذین بذلوا عمورهم لاحیاء الدین۔ امابعد

درنو هیواد والو!

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

له هرڅه نه مخکې درته د افغانستان د استقلال او ازادۍ دبیرته اخیستلود شوروي اتحاد د ماتې د ٣٣ کلیزې په مناستبت د زړه له تله مبارکي  وایم

دا یو منل شوی حقیقت دی چې د روسانو راتګ د ګران هیواد لپاره د ټولو بدبختیو لامل شو او زمونږ د ګران هیواد ټول بنسټونه یې ونړول په تیره بیا د هیواد انکشافي او مهاروي پروژې ور سره په ټپه ودریدې او هیواد مو یو ژور بحران ته ولاړ

د ګران هیواد د اوبو مهارول او هیواد له برېښنا برخمن کول د هیواد د ترقۍ او پرمختګ یو مهم او منل شوی حقیقت دی او هیڅ څوک ترې سترګي نشي پټولای چې د روسانو او وروسته د امـریکایانو یرغل ورته سخته صدمه ورسوله خو د افغان ملت د سرښندنو او قربانیو له برکته روسان او دا دی ٢٠ کاله  وروسته امریکایان له افغانستان څخه وایستل شول او الحمدلله افغانستان دا دی اوس د یو مستحکم اسلامي نظام څښتن دی

د ا.ا.ا ژمن دی چې د افغانستان طلایي او خدای ورکړی نعمت اوبه مهار کړي او د ګران هیواد د بیا رغونې په برخه کې استفاده ترې وکړي څو مو ګران هیواد په اقتصادي لحاظ هم په ځان بسیا او سر لوړی شي ان شاءالله

 والسلام.

الحاج ملا عبداللطیف منصور

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu