د اوبو او انرژي وزارت د رهبرۍ هیئت پنځمه جلسه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Feb 16 2022 12:32 PM
1

په دې ناسته کې چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور تر ریاست لاندې د دواړو معینانو او عمومي رئیسانو په ګډون ترسره شوه، په مختلفو اداري او تخنیکي موضوعاتو په اړه بحث اود نظرونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د هغه ملکیت سرنوشت ټاکنه او بررسي چې د سویډن کمیتې مرکزي دفتر سره قرارداد شوی دی، د اداري خدماتو بهتروالي په موخه اداري مدیریتي موضوعات، د ترکیه هیواد د صنعت کارانو انجمن او اوبو او انرژي وزارت ترمنځ د تفاهم لیک مسوده، او د کمال خان بند اوبو اړونده مسائیل له هغه موضوعاتو څخه وو چې په یاده ناسته کې په هغو باندې بحث اود نظرونو تبادله وشوه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د ټولو موضوعاتو له بررسۍ وروسته په هر اړخیزه ډول اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu