د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هیواد د ادف موسسې له رئيس سره لیدنه ترسره کړه

mew-admin
Mon, Mar 07 2022 2:00 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د ترکیي هیواد د ادف موسسې له رئيس ښاغلي توران محمد سره لیدنه تر سره او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو،مدرسو، مسجدونو او یتیم خونو د جوړولو په اړه بحث او دنظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو په هلکه معلومات وړاندې کړه او د یادې موسسې له رئیس څخه یې په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو، مدرسو، مسجدونو او یتیم خونو جوړولو غوښتنه وکړه.

له بله پلوه، د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئیس د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپل سفر په اړه  د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړه او په دې برخه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د همکاري غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې، د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئیس په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو، مسجدونو، مدرسو او یتیم خونو د جوړولو لیوالتیا په ډاګه کړه.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لیوالتیا ډېره شوې ده.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu