د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هیواد د ادف موسسې له رئيس سره لیدنه ترسره کړه
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د ترکیي هیواد د ادف موسسې له رئيس ښاغلي توران محمد سره لیدنه تر سره او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو،مدرسو، مسجدونو او یتیم خونو د جوړولو په اړه بحث او دنظر تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئيس ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو په هلکه معلومات وړاندې کړه او د یادې موسسې له رئیس څخه یې په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو، مدرسو، مسجدونو او یتیم خونو جوړولو غوښتنه وکړه.
له بله پلوه، د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئیس د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپل سفر په اړه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړه او په دې برخه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د همکاري غوښتونکی شو.
په ورته وخت کې، د ترکیې هیواد د ادف موسسې رئیس په هیواد کې د اوبو او برېښنا بندونو، چکډمونو، مسجدونو، مدرسو او یتیم خونو د جوړولو لیوالتیا په ډاګه کړه.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لیوالتیا ډېره شوې ده.
