د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د چین هیواد د Yellow River شرکت له استازي سره وکتل

mew-admin
Wed, Mar 09 2022 2:06 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د چین هیواد د Yellow River شرکت له استازي سره وکتل او په هیواد کې د انرژي د پراختیایې پروژو په هکله د یاد شرکت د پانګونې په برخه کې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د یاد شرکت استازي د سولري برېښنا د پروژو د تطبیق او همدارنګه په افغانستان کې د اوبو سرچینو څخه د برېښنا  د تولید په برخه کې خپله د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یاد شرکت له لیوالتیا څخه د هرکلي په یادولو سره یادونه وکړه چې اوسمهال د امنیتي پلوه په ټول افغانستان کې د پانګونې زمینه چمتو شوي ده.

ښاغلي منصور زیاته کړه: "له نیکه مرغه په افغانستان کې د انرژي د تولید لپاره کافي سرچینې شتون لري او مونږ د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او قوانینو مطابق په هیواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوو او په دې برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ور کوو."

User account menu