د اوبو او انرژي وزارت معين ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) او ورسره مل پلاوي د ترکيي په استانبول ښار کې د (iHH) په نوم خیریه بنسټ سره وکتل.
دا لیدنه چې د نوموړي بنسټ په بلنه تر سره شوه په پیل کې د ترکيې او افغانستان د خلکو تر منځ د دوستۍ او همکاريو شاليد ته کتنه وشوه، او وروسته د (iHH) خیریه بنسټ چي په ځينو افریقایي او آسيایی هیوادونو کې بیوزلو خلکو ته په مختلفو برخو کې بشري او عاجلې مرستې کوي ژمنه وکړه چي د دوي پلاوی به نژدې ورځو کې افغانستان ته د بشري او عاجلو مرستو په پار سفر کوي او د ځينو پروژو لکه (د څښاک اوبو څاګانو، د اوبولګولو اړوند شبکو رغولو...) په برخه کې به د اوبو او انرژۍ وزارت سره په همغږۍ عملي ګامونه اخلي.
د اوبو او انرژی وزارت د پلاوي له خوا د (iHH) بنسټ ته ډاډ او اطمینان ورکړل شو او د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره د کافی معلوماتو او پروژو د شریکولو چې په ملي سطحه به په ټول افغانستان کې تطبیق کیږي ژمنه و شوه.
په پای کې دواړو خواوو ټینګار وکړ ترڅو ژر تر ژره نوموړې پروژې پیل او تطبیق شي تر څو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بیوزلو او اړمنو کورنیو ته بشري او عاجلې مرستې ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې دواړو خواوو د نورو شته بشردوستانو سازمانونو په جذبولو کې هم موافقه وکړه تر څو د بشري او عاجلو مرستو تر چتر لاندې د اوبو د ستونزو حل لړۍ سرعت ومومي او پراخه شي.
