کنړ ولایت کې د سالار کانال د پاکولو چاري پيل شوي

mew-admin
Thu, Mar 17 2022 9:30 AM
1

د سالار کانال د پاکولو چاري د کنړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست له خوا د یاد ریاست د رئیس ، د ولایت مقام د مرستیال او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون د پتۍ په پرې کولو سره پیل شوي.  

د کنړ فرعي سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا دوست محمد حنفي د سالار کانال د چارو د پیل په پرانیست غونډه کې د اوبو د اهیمت او د اوبو څخه د سالمي ګټې اخیستنې په هکله ګډون والو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.  

دا کانال د ۲۲ کیلو متر اوږدوالي په درلودولو سره، ۶۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي چې د پاکولو چاري یې د کار په مقابل د خوړو  برنامې لخوا پرمخ وړل کېږي.

User account menu