د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معين په جرمني کې مشت د هيواد له شمير پانګوالو سره وکتل.

mew-admin
Sun, Mar 27 2022 2:18 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د‌ انرژي معين ښاغلي مولوي عارف الله عارف د‌خپل کار په دفتر کې په جرمني هيواد کې ميشت حاجي احمد صحبت، وحيد الله اميري او شمير نورو افغان پانګوالو سره وکتل.

په دې ليدنه کې پانګوالو خپله ليوالتيا د لمريزې بريښنا د تولید په برخه کې ښکاره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معين ښاغلي عارف د يادو پانګوالو د علاقمندۍ هرکلی وکړه او  د همغږۍ په موخه د لازياتو  ناستو او د ګډ کار په موخه د يوې کړنلارې د جوړيدو غوښتونکی شو.

د اوبو او انرژي وزارت

User account menu