د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس د تیزان او جغرتان سربندونو څخه څارنه وکړه

MEW-Media
Sun, Apr 03 2022 1:37 PM
۱۴/۱/۱۴۰۱

 

د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلی ملا عبدالسلام "مستوفی آغا" د دې ادارې له تخنیکي انجینرانو سره د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ګذره او جغرتان ولسوالیو کې د تیزان کانالونو څخه د لیدنې پرمهال دوی د سلمابند څخه د اوبو د عادلانه ویش څارنه وکړه .

په دغه لیدنه کې ښاغلي مستوفی آغا د سلما بند د اوبو ګټه اخیستونکو ته سپارښتنه وکړه چې د سلما بند د اوبو څخه په عادلانه ډول ګټه واخلي او ویې ویل چې ټول بزګران باید د اوبو په مصرفو کې صرفه جویې وکړي، ترڅو د بند لاندې د ۸ ولسوالیو ټول اړمن کسان له اوبو څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیوکې د سلمابند د عادلانه ویش د کمیسیون د پریکړې له مخې د بند د لاندی په ۸ ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د غنمو د کښت لپاره د اوبو د ویش لړۍ پیل شوې ده او د ټولو اړخونو د ګډو هلو ځلو له امله تر اوسه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو پروسه بریالۍ شوې ده.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu