د پشتون زرغون ولسوالۍ له سربندونو څخه د هریرود مرغاب عمومي حوزې رئیس لیدنه

MEW-Media
Sun, Apr 03 2022 2:46 PM
۱۴/۱/۱۴۰۱

 

 

د هریرود مرغاب سیدیزې حوزې رئیس ښاغلي ملا عبدالسلام (مستوفی آغا) د خپل ټیم سره د یو سفر په ترڅ کې د پشتون زرغون ولسوالۍ له سربندونو ( شاه فلان او کمبراق) او د ګذره ولسوالۍ یو شمېر کانالونو څخه چې د هریرود په سیند موقیعیت لري لیدنه وکړه.

د دې سفر په لړ کې لمړی د پشتون زرغون ولسوالۍ ښاغلي ولسوال سره ناسته ترسره شوه، له نوموړي وغوښتل شول چې د خپل لارې د هغه ولسوالۍ تر پوښښ لاندې کانالو مسؤلینو ته د اوبو استعمال او عادلانه توزیع په اړه د مخکي فیصلو په نظر کې نیولو سره سم هدایت ورکړي. تر څو په نتیجه کې لاندې ولسوالۍ وکولی شي د خپلې حقابه څخه ګټه واخلي.

په دې سفر کې د سیندیزې حوزې عمومي رئيس د ولسوال، مل ټیم او د یادو کانالونو میرآب باشیانو په ملتیا د پشتون زرغون ولسوالي د شاه فلان عمومي کانال سربند ته لاړ او په یاد کانال کې د اوبو تنظیم څخه لیدنه وکړه او د اوبو عادلانه تقسیم په موخه د د ۷ مجموعي دروازو له ۵ دروازې د اوبو د منظیم تقسیم په موخه بندې کړې، او د پشتون زرغون ولسوالۍ ولسوال د دې ریاست د خدمتونو د قدردانۍ ترڅنګ د خپله اړخه د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

ښاغلي ملا عبد السلام مستوفي آغا د پشتون زرغون ولسوالۍ ولسوال او خلکو ته وعده ورکړه چې د موضوع په اړه د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ اسلام جار سره خبرې وکړي چې له خپلې لارې د چشت شریف، اوبه، ګذره او انجیل ولسوالیو ولسوالانو ته هدایت ورکړي چې د سلما بند څخه د خوشې شویو اوبو څخه د مخکې فیصلو مطابق د ۵۰ تر ۶۰ سلنه زیاته ګټه پورته نه کړي ترڅو په نتیجه کې د لاندې ولسوالیو د اوبو ګټه اخستونکي د شته اوبو څخه اغیزناکه ګټه واخلي .

User account menu