د اوبو معینیت پنځلسمه اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Apr 07 2022 11:58 AM
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن تر ریاست لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن په دې ناسته کې مطرح شویو موضوعاتو اړوند د رئیسانو راپورونه او نظریات په جلا جلا ډول بررسي کړل، او لازم تخنیکي هدایات یې اړونده مسؤلینو ته ورکړل.

د یادونې وړ ده چې دا ناستې په هره اونې کې یو ځل د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د برخې پروژو د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ترسره کیږي، او پکې مهمترین موضوعات تر بحث لاندې نیول کیږي.

 

User account menu