د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
Sun, Apr 17 2022 1:48 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت له  والي ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې، د بیلابیلو موضوعګانو په ځانګړي ډول په پکتیا ولایت کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کیدو او د انرژي د تولید په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د پکتیا ولایت والي ښاغلي احمد د یاد ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري سره شریکي کړي او په یاد ولایت کې یې د خلکو د ستونزو د هغوی د پام غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به اوبو او انرژي ته دپکتیا ولایت د خلکو د لاس رسي لپاره ټولې ممکنې هلې ځلې وشي.

User account menu