د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئيس د  افعانستان لپاره د ناروې کمېټې د جنوب ختيځ زون له مسؤلينو سره ناسته وکړه.

mew-admin
Thu, Apr 21 2022 9:44 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست رئیس مولوي محمد کريم فاتح د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې (NAC) د جنوب ختیځ زون له مسؤل انجنیر نورولي روفي او مل پلاوي سره د دوی د دفتر د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په اړه ناسته وکړه.

ښاغلي روفي د خپل دفتر پر کړنو رڼا واچواله، د خوراکي خوندیتوب پروګرام په اړه، چې د WFP نړېوالې مؤسسې له خوا یې مالي ملاتړ کیږي خپل مالومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه، ”د پکتیا ولایت په پنځو ولسوالیو سیدکرم، څمکني، ډنډه پټان، جاني خیل او اریوب ځاځیو کې د خوراکي خوندیتوب پروګرام تر نامه لاندې د کانالونو او سربندونو پاکولو او د هغوی رغولو، د کارېزونو پاکولو، د چکډمونو جوړولو او د واټر شيډ جوړولو پروژې غواړو د WFP نړېوالې مؤسسې ته د مالي ملاتړ ترلاسه کولو په موخه ورکړو “نوموړي په یاده برخه کې له ریاست څخه د همکارۍ هېله او غوښتنه وکړه.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد کریم فاتح راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل، له هغوی یې مننه وکړه، چې د هېواد بشري ځواک لپاره د کار زمینه رامنځته کوي او د همکارۍ او همغږۍ ژمنه او ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu